IQNA

  په رمضان میاشتې کې د  مدینې له هوائي ډګره  تر مسجد النبی پورې  ۲۴ ساعته بسونه تګ راتګ کوي

6:46 - March 06, 2025
د خبر لمبر: 3490751
ایکنا - د روژې په مبارکې میاشتې کې د عربستان د مدینې له هوائي ډګره تر مسجد النبي (ص) پورې د خلکو د ځاي په ځ اي کولو لپاره ۲۴ ساعته بسونه چلیږي او د خلکو لپاره آسانتیاوې برابروي .

  ایکنانیوز  د اخبار ۲۴ له قوله راپور راکوي، د عربستان د مدینې منورې د پراختیا ادارې د وګړو د ځاي په ځاي کولو لپاره د روژې دمبارکې میاشتې  په مناسبت په عمومي ټرانسپورټي سسټم کې  ځانګړي تدبیرونه  غوره کړي دي.

 په همدې اساس ، د مدینې منورې  دپراختیا ادارې  له هوائي ډګره  دتګ راتګ لپاره ۲۴ ساعته بسونه  فعاله کړي دی چې د روژې په مبارکې میاشتې کې د مدینې له محمد بن عبدالعزیز نړیوال هوائي ډګره  ترمسجد النبي پورې  د رمضان المبارک په عظمت لرونکي  میاشت کې  خلک ځاي په ځاي کړي.

 د مدنیې منورې  د پراختیا ادارې  پر زیارتوالو او خلکو هم غږ کړی دی چې  نوي امکاناتو ته په پام سره دې  چې برابر شوی دی، دخپلې خوښې تمځایونو څخه سمه استفاده وکړي او  په موقعې او له کومې اندیښنې پرته  دې خپل عبادتونه ترسره کړي. د ښاری بسونو پروژه  تر مسجد النبي ، مسجد قبا  او د مدینې ښار تر مرکزی برخو پورې په سړکونو کې د ټریفکي   ترینګلتیاؤ د کمیدا په خاطر او د اوسیدونکو او زیارتوالو  لپاره د ټرانسپورټي  خدماتو د وړاندې کولو په موخې سره  رامینځةشوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4270045

captcha